شي جین پينګ د سیلابونو او وچکالۍ د مخنيوي په پار مهمې لارښوونې وکړې
CMG 2024/06/18 16:48:55
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د جون په ۱۸مې نېټې د سیلابونو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې مهمې لارښوونې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چین د جنوب په ډېرو سیمو کې له یوې مودې راهیسې سخت ورښتونه کيږي، چې له امله يې د دغه هېواد د ګوانګ دونګ او فو جیان په شمول ډېرو سیمو  کې سیلابونه او ځمکښويدنې رامنځته شوي او خلکو ته یې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي او په ورته مهال بیا د چين په ځینو شمالي سیمو کې بیا وچکالي مخ په زیاتېدو ده.

شي جين پينګ له اړوندو ادارو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د پېښو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د کلابندو د ژغورنې، له مصیبت ځپلو وګړیو سره د مرستې او د کار او ژوند عادي نظام د ساتلو لپاره دې اغېزمن تدب یرونه ونیسي او د پېښو زیانونه دې تر وسې پورې کم کړي.